د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست اعلان کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې دغه سازمان چمتو دی چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرستې ته چمتو دی
4 ثور 1403 ساعت 14:36
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست اعلان کړی چې د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې دغه سازمان چمتو دی چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
آوا - کابل: د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد له د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان ځانګړی استازی طارق علي بخیت سره وکتل.
په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست د افغانستان د روغتیا په برخه کې د دغې ادارې پر مرستو ټینګار وکړ او د هېواد د روغتیايي وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل.
په همدې حال کې ښاغلي بخیت په دې کتنه کې وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان چمتو دی چې د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د مطلب کود: 289253