کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ولایت په دریو ولسوالیو په کروندو کې د ملخانو یرغل

5 ثور 1403 ساعت 9:55

د هرات ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي د دغه ولایت په دریو ولسوالیو کې په کروندو کې د ملخانو د یرغل خبر ورکوي.


آوا - هرات: د هرات د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مولوي محمد نسیم سحر وايي چې ملخانو د پښتون زرغون، کشک کهنه او رباط سنګي په دریو ولسوالیو کې کروندو باندی برغل کړی.

دغه راز د هرات د کشک رباط سنګي ولسوال مفتي عبدالرحيم رحماني وايي: له دوو ورځو راهيسې ملخانو د رباط سنګي ولسوالۍ په لسو کليو کې د کروندګرو پر کرنيزو ځمکو يرغل کړى دى.

هغه زياته کړه، چې د دغو ملخانو د له منځه وړلو کمپاين هم پيل شوى، څو کروندو ته زيان ونه رسېږي.

په همدې حال کې کروندګر له چارواکو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره دې ستونزې ته رسیدګي وکړي او د دوی د حاصلاتو د تخریب مخه دې ونیسي.

په همدې حال کې د هرات کروندګرو له وروستیو اورښتونو سره هیله څرګنده کړې چې سږ کال به د څو کلونو وچکالۍ په له منځه وړلو سره له خپلو کروندو څخه ښه حاصلات ترلاسه کړي، خو د ملخانو یرغل دغه هیله په نا امیدۍ بدله کړې ده.


د مطلب کود: 289280

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289280/د-هرات-ولایت-په-دریو-ولسوالیو-کروندو-کې-ملخانو-یرغل

آوا
  https://www.avapress.com