د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی پرون سهار کابل ته راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې وکړي.
د ترکمنستان لوړ پوړی پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی
5 ثور 1403 ساعت 9:59
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، د ترکمنستان یو لوړ پوړی پلاوی پرون سهار کابل ته راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر پراختیا خبرې وکړي.
آوا - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.
دغه وزارت زیاتوي، په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په هدف درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
د مطلب کود: 289281