کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

"د خواف- هرات اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې دوهمه برخه" د جوړولو کار به ډېر ژر پیل شي

5 ثور 1403 ساعت 14:20

د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې د جوړولو د پروژې قراردادي چارواکي وايي چې د دغې پروژې د تطبیق چارې به ډېر ژر پیل شي.


آوا - هرات: د افغان ګاما ګروپ شرکت (قراردادی شرکت) اجراییوی رییس حاجی امیر حمزه وایی: د خواف - هرات اورګاډی پټلۍ د څلورمې برخې د دویمې برخې کار پیل شی. 

د هرات - خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې دوهمه برخه ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري چې په راتلونکو دوه نیمو کلونو کې به د ۵۳ میلیونه ډالرو په لګښت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د چهاردرې خواف دوهمه برخه د دې کرښې وروستۍ برخه ده، چې له "رباط پريان" څخه پيلېږي او تر صنعتي ښارګوټي او د هرات تر هوايي ډګر پورې غځېږي.

د هرات – خواف د اورګاډي پټلۍ په بشپړیدو سره به افغانستان د ایران له سمندري بندرونو او له هغې لارې ترکیې او له هغه ځایه اروپا سره ونښلول شي.

د يادونې وړ ده، چې د هرات- خواف اورګاډي پټلۍ د څلورمې برخې د دويمې برخې د جوړولو تړون د روان کال په پيل کې د افغانستان د اورګاډي ادارې او د "ګاما ګروپ" په نوم د يوه خصوصي شرکت ترمنځ لاسليک شو.


د مطلب کود: 289315

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289315/د-خواف-هرات-اورګاډي-پټلۍ-څلورمې-برخې-دوهمه-برخه-جوړولو-کار-ډېر-ژر-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com