کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رئیس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال:

اسلامي امارت له ایران سره ښې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې غواړي

8 ثور 1403 ساعت 12:31

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له ځانګړي استازي او سفیر سره په کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له ایران سره ښې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې غواړي او له تهران یې د افغان کډوالو د هرکلي له امله مننه وکړه.


آوا - کابل: د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مطبوعاتي دفتر په ایکس پاڼه کې یوه مقاله خپره کړې چې پکې د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له حسن کاظمي قمي سره د لیدنې خبر ورکړی دی. 

د ایران سفیر په دغه کتنه کښې وویل، افغانستان ته د بهرنیو پلاویو وروستي سفرونه د سیاست په ډګر کښې د اسلامي امارت د پرمختګ او له نړۍ سره د ښو اړیکو ښودنه کوي.

په افغانستان کې د ايران ځانګړي استازي دغه راز د اوبو د مديريت، روغتيا، اقتصاد، لوړو زده کړو او د چاپيريال ساتنې په برخو کې د دغه هېواد د همکاريو ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې هېواد يې د افغان ځوانانو د روزنې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى. 

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر په دې کتنه کې وویل چې اسلامي امارت له ایران سره ښې سیاسي، اقتصادي او کلتوري اړیکې غواړي او له دغه هیواد څخه یې د افغان کډوالو د هرکلي له امله مننه وکړه.

د رئیس الوزرا سياسي مرستيال دغه راز له ګاونډيو هېوادونو څخه وغوښتل چې د کډوالو د جبري اخراج په برخه کې له زغم څخه کار واخلي او په ايران کې د افغان مهاجرينو د ستونزو د هواري لپاره دې کار وکړي.


د مطلب کود: 289440

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289440/اسلامي-امارت-له-ایران-سره-ښې-سیاسي-اقتصادي-او-کلتوري-اړیکې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com