کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غور ولایت کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو شبکو د ترمیم چارې پیل شوې

16 ثور 1403 ساعت 12:28

د غور ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو او فیروزکوه ښار کې د څه باندې لس میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو پنځه شبکې ترمیمېږي.


آوا - هرات: د غور د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت په تیوره، دولینه، چهارسده ولسوالیو او د دغه ولایت مرکز فیروزکوه کې د څه باندې ۱۰،۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د پنځو  اوبو رسولو شبکو د ترمیم کار پیل شوی دی.

د باختر آژانس د خبرله مخې: د دغو شبکو په ترميمولو سره به څه دپاسه دوه زره کورنيو ته د څښاک اوبه برابرې شي.


د مطلب کود: 289869

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/289869/په-غور-ولایت-کې-د-څه-باندې-لس-میلیونه-افغانیو-لګښت-اوبو-رسولو-پنځو-شبکو-ترمیم-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com