کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لبنان حزب الله اعلان وکړ په ایران برید به په سیمه کې هر اړخیزه جګړه رامنځته کړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 عقرب 1390 ساعت 12:31

نوموړي زیاته کړه امریکا باید پوه شي چې د ایران او سورېې په ضد جګړه به په دې دوو هیوادونو پورې محدوده پاتې نه شي او د سیمې ټولو هیوادونو ته به وغزیږي .


 د لبنان حزب الله غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصرالله پرون د شهیدانو د ورځې د مراسمو په ترځ کې وویل امریکا او اسرائیل غواړي ایران او سوریه په تدافعي حالت کې راولي او د مقاومت چورلیز کمزورئ کړي .
نوموړي زیاته کړه امریکا باید پوه شي چې د ایران او سورېې په ضد جګړه به په دې دوو هیوادونو پورې محدوده پاتې نه شي او د سیمې ټولو هیوادونو ته به وغزیږي .
هغه وویل موږ نه غواړو چاته ګواښ وکړو خو دا یو حقیقت دئ .
د حزب الله مشر زیاته کړه په منځڼي ختیځ او شمالي افریقا کې وروستي بدلونونه د امریکا او اسرائیلو په ګټه نه ؤ له همدې امله هغوی ایران او سورېې ته د جزا ورکولو هڅې کوي .
سید حسن نصرالله ټینګار وکړ نور د کمزورۍ او تسلیم پړاو پای ته رسیدلئ او موږ نور د بریالیتوب پړاو ته ننوتلي یو .
د راپور په اساس د ۱۹۸۲ م کال د نوامبر په ۱۱ مه د لبنان د مقاومت یوه غړي احمد قصیر د صور په ښار کې د اسرائیلو په یوه فوځي قرارګاه برید وکړ او په لسګونو صهیونیستي فوځیان او افسران ېې ووژل .
په لبنان کې همدا ورځ هر کال د مقاومت د شهیدانو د یاد تازه کولو په موخه د شهید د ورځې په نوم لمانځل کیږي .


د مطلب کود: 32667

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/32667/د-لبنان-حزب-الله-اعلان-وکړ-په-ایران-برید-سیمه-کې-اړخیزه-جګړه-رامنځته-کړي

آوا
  https://www.avapress.com