دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۳:۰۰
د مطلب کود : 32989
د ملګرو ملتونو سرمنشي له حامد کرزي سره په افغانستان کې د خپل نوي استازي د ټاکنې په اړه مشوره وکړه
په همدې توګه ښاغلي بانکي مون د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ده د ځانګړي استازي ښاغلي ستیفن دیمیستورا د ماموریت دوره به ډیر ژر پای ته ورسیږي، په افغانستان کې یې د خپل نوي استازي د ټاکلو په باب له حامدکرزي سره سلا مشوره وکړه.
 د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون ماښام د افغانستان د اسلامي
جمهوریت له جمهوررئیس حامد کرزي سره د یوې ټلیفوني اړیکې په ترڅ کې په بریالیتوب سره د
دودیزې لویې جرګې د کار د پای ته رسیدو له امله هغه ته مبارکي وویله.
په همدې توګه ښاغلي بانکي مون د دې په څرګندولو سره چې په افغانستان کې د ده د ځانګړي
استازي ښاغلي ستیفن دیمیستورا د ماموریت دوره به ډیر ژر پای ته ورسیږي، په افغانستان کې
یې د خپل نوي استازي د ټاکلو په باب له حامدکرزي سره سلا مشوره وکړه.
په دغه ټیلیفوني اړیکه کې دواړو لورو موافقه وکړه چې د بن د نړیوال کنفرانس په څنډه کې
به له یو بل سره وګوري.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د ښاغلي بانکي مون له ټلیفوني اړیکې او د
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د نوي استازي د ټاکلو په اړه له ده سره د مشورې له امله
مننه وکړه او د ملګرو ملتونو له سازمان سره یې د افغانستان د حکومت د دوامدارې همکارۍ
ډاډ ورکړ.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci33ap.t1arv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته