دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۴۸
د مطلب کود : 33322
دبحرین آل خلیفه رژیم جوماتونه ړنګوي اوپه هغه ځاي کې پارکونه جوړوي
د بحرین د آل خلیفه رژيم په النویدارت سیمې کې د ابوذرغفاری جومات له غیر قانونی ړنګولووروسته فیصله کړې ده په دغه ځاي کې پارک جوړکړي .
فارس خبری آژانس راپوروروکړ د بحرین ملی وفاق غورځنګ نن په یوې اعلامیې کې وویل د بحرین د آل خلیفه رژيم په النویدارت سیمې کې د ابوذرغفاری جومات له غیر قانونی ړنګولووروسته فیصله کړې ده په دغه ځاي کې پارک جوړکړي .د بحرین ملی وفاق غورځنګ د آل خلیفه رژيم دغه فیصله دبحرین دښاریزوداحساساتوپه ضد اوداسلامی ارزښتونوپه خلاف یولمسونکی اقدام وباله او ټینګار ئې وکړ دغه اقدام د پرګنیزو احساساتو دپارولوپه چوکاټ کې دی اودآل خلیفه رژیم ددې په ځاي چې هغه ۳۸ جوماتونه چې ئې شهیدان کړي دی بیاورغوي ، فیصله ئې کړې چې ددغو جوماتونومځکه په پارک بدله کړي
په نوموړي اعلامیې کې همداراز راغلی دي ابوذرغفاری جومات د تیر اپریل په نولسمه د آل خلیفه رژیم په یو ه غیراسلامی اقدام اودهغوي دځپونکي سیاست په چوکاټ کې شهیدکړی دی .اعلامیه زیاتوي دغه جومات چې دجوړیدا يې اویاکلونه تیریږي،دابو ذرغفاری جومات په توګه ټول ضروری سندونه لری ټينګاروکړ،داجومات په موقوفه مځکې جوړ شوی دی او ورانول ئې غیر قانونی او غیر اخلاقی دي

سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauene.49neu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته