د اوبو او بریښنا وزارت وایي، چې له ترکمنستان څخه د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ښار ته د وارداتي بریښنا پروژه به ډير ژر عملي شي.
د اوبو او بریښنا وزارت سرپرست محمد اسماعیل نن د دې پروژې د عملي کولو تړون له یوه ایراني شرکت سره لاسلیک کړ، دا پروژه به د څه باندې یونیم کال په موده کې بشپړه شي.
دی وایی، د دې پروژې په چوکاټ کې دوه پنځوس کیلومټره مزي غځول کیږي، مالي لګښت یي کابو پنځلس میلیونه امریکایي ډالره دی چې په یوه کال او اتو میاشتو کې به بشپړه شي.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، چې له دې پروژې څخه به په قلعه نو ښار کې کابو اوه زره کورنۍ ګټه واخلي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)