حامد کرزي د محرم الحرام د میاشتې د عاشورا په ورځ د بریدونو تر سره کول د هغو کسانو کار وباله چې د اسلام او افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې تر اسلامي چتر لاندې مسلمانان په اتحاد او آرامۍ کې ژوند وکړي.
حامد کرزي هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې په کابل او مزار کې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شول
15 قوس 1390 ساعت 15:42
حامد کرزي د محرم الحرام د میاشتې د عاشورا په ورځ د بریدونو تر سره کول د هغو کسانو کار وباله چې د اسلام او افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې تر اسلامي چتر لاندې مسلمانان په اتحاد او آرامۍ کې ژوند وکړي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي بریدونه په کلکه وغندل چې په کابل او مزار کې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب شول.
د لومړنیو رپوټونو له مخې نن له غرمې مخکې د افغانستان دښمنانو د کابل او مزارشریف په ښارونو کې دوه تروریستي بریدونه ترسره کړل چې له امله یې زموږ یو شمېر بې ګناه هېوادوال چې د عاشورا د مذهبي مراسمو په تر سره کولو بوخت وو شهیدان او ټپیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په داسې حال کې چې د بُن په کنفرانس کې له ګډون وروسته د آلمان په هېواد کې په رسمي سفر بوخت دی، ددغه خبر په اورېدو خواشینی شو، او دغه تروریستي بریدونه یې په کلکه وغندل.
حامد کرزي د محرم الحرام د میاشتې د عاشورا په ورځ د بریدونو تر سره کول د هغو کسانو کار وباله چې د اسلام او افغانستان دښمنان دي او نه غواړي چې تر اسلامي چتر لاندې مسلمانان په اتحاد او آرامۍ کې ژوند وکړي.
جمهور رئیس زیاته کړه چې د افغانستان په تاریخ کې د ټولو مذهبونو پیروان تل د ورورګلوۍ په فضا کې اوسیدلي دي او دا لومړی ځل دی چې په مذهبي مراسمو کې داسې غم لړلې پېښې رامنځته کیږي چې له شک پرته دا د افغانانو د اتحاد او اتفاق ددښمنانو کار دی، خو هغوی دې په دې پوه شي چې په دا ډول کرغېړنو عملونو سره به د افغانانو په یووالي کې خلل رامنځ ته نشي، بلکې د خپلو دښمنانو پر وړاندې به ددې هېواد د خلکو کرکه او نفرت لازیات شي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رئيس حامد كرزی د دغو بریدونو د قربانيانو كورنيو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي، شهیدانو ته جنت فردوس او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله کوي
د مطلب کود: 33523