دخپریدو نیټه :شنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۳۱
د مطلب کود : 33659
جمهور رئیس د کندز او کندهار په ولایتونو کې تروریستي بریدونه په کلکه وغندل
د افغانستان دښمنان د دا ډول غیر اسلامي عملونو په ترسره کولو سره د بې ګناه خلکو له وژلو او د افغانستان د خلکو د غمونو له زیاتوالي پرته بل هیڅ شي هم نه شي ترلاسه کولای.
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي هغه تروریستي بریدونه چې
د کندز او کندهار په ولایتونو کې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو د مرګ ژوبلې سبب
شول، په کلکه وغندل.
د کندز ولایت په چوک کې د شنبې په ورځ غرمه مهال د یوه ماین د چاودنې له امله د دغه
ولایت د افسوټر د آمر شیرمحمد عرب په شمول دوه تنه شهیدان او ۱۶ تنه نور ټپیان شول چې
په منځ کې یې ۶ماشومان هم شامل دي.
همدا راز د کندهار ولایت د خاکریز او میوند په ولسوالیوکې د جمعې او شنبې په ورځ د دوه
جلاجلا چاودنو له امله څلورتنه ملکي وګړي شهیدان او دوه نور ټبیان شول.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د دغو ترو ریستي بریدونو په غندلو سره ټینګار
وکړ چې د افغانستان دښمنان د دا ډول غیر اسلامي عملونو په ترسره کولو سره د بې ګناه
خلکو له وژلو او د افغانستان د خلکو د غمونو له زیاتوالي پرته بل هیڅ شي هم نه شي
ترلاسه کولای.
حامدکرزی د کندز او کندهار په ولایتونوکې زموږ د یو شمېر بې ګناه هېوادوالو پر مرګ
ژوبله په ژوره توګه خواشینی شوی او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او
ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له درباره د سملاسي روغتیا هیله
کوي.

د جمهور رئیس د ویاند دفتر
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdn90s.yt0sk6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته