دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۲۲:۰۵
د مطلب کود : 34294
د کابل –چابهار تر مینځ الوتونه پیليږي اوتجارتي مرکز جوړیږي
د هغه په وینا د ایران او افغانستان تر مینځ د ګډ نړیوال ترانسپورټي شرکت جوړیدل هم اړین دي ، ځکه افغانستان آزادو اوبو ته لار نلري او د چابهار بندر په دې زمینه کښې د افغان سوداګرو د شیانو د لیږد رالیږد لپاره مهم رولوبوي .
د ایرنا د راپور له مخې د افغانستان د ترانزیټي چارو مشر سید یحی اخلاقي بیګا په چابهار کښې د ایران او افغانستان د سوداګرو په ګډه غونډه کښې وویل د دواړو هیوادونو د سوداګرو د تګ راتګ او تجارتي اړیکو د پراختیا او آسانیتا لپاره به د کابل -چابهار تر مینځ الوتونه پیليږي او افغانستان ته به د ایران له لارې د شیانو د ترانزیټ لپاره یو تجارتي مرکز هم جوړ کړاي شي .
د هغه په وینا د ایران او افغانستان تر مینځ د ګډ نړیوال ترانسپورټي شرکت جوړیدل هم اړین دي ، ځکه افغانستان آزادو اوبو ته لار نلري او د چابهار بندر په دې زمینه کښې د افغان سوداګرو د شیانو د لیږد رالیږد لپاره مهم رولوبوي .
په دي غونډه کښې د ایران دسیستان بلوچستان ولایت د صنعت او معدن او تجارت کوټېمشر عبدالحکیم ریګي میرجاوه هم زر تر زرهد کابل د حکومت لخوا د ایران او افغانستان تر مینځ د تیرو موافقو د اجراکیدا ، ګډ تجارتي شرکت د جوړیدا غوښتنه وکړه .
د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د جمعي په ورځ ایران ته راغلی او پرون یوه پلاوي په مشرۍ د ایران چابهار بندر ته ولاړه .



سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjx8et.uqexhz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته