کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزی اندیښمن دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې پرې نه ښودل شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 جدی 1390 ساعت 18:10

ویل کیږي ولسمشر کرزي د سپیني ماڼۍ په دباؤ سره له افغانستانه بهر یوه هیواد کښې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافقه اعلان کړه .


د افغانستان ولسمشر اندیښمن دی چې له طالبانو سره د سولې خبرې پرې نه ښودل شي .
د فرانسي خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان یو لوړ پوړې چارواکې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي نن په دي ددغه هیواد د ولسمشر حامدکرزي خواشینۍ ته په اشارې سره چې د امریکا او طالبانو په خبرو اتروکښې نه ؤ موجود خواشینی دی وویل کرزی اندیښمن دی چې په دغه خبرو اتروکښې څنډې ته کړاي شي .
دغه افغان چارواکې وویل د افغانستان د حکومت له ګډون پرته هر ډول خبرې اترې بی معنی دي .
نوموړي وویل امریکايي چارواکو ژمنه کړي ده کله چې طالبان په قطر کښې په رسمي ډول دفتر پرانیزې ، نو د سولې د خبرو اترومشرې به هم افغان حکومت ته وسپار ي .
دا په داسي حال کښي دي چې د دغه افغان چارواکې په وینا افغان حکومت تراوسه په دغو خبرو اتروکښې ګډون نه دی درلودلی او دا چې د کابل حکومت د امریکا او طالبانو له خبرو اترو سره موافقه کړي دا له دغه پروسې د کابل د ملاتړ په معنی نه دی .
ویل کیږي ولسمشر کرزي د سپیني ماڼۍ په دباؤ سره له افغانستانه بهر یوه هیواد کښې د طالبانو د دفتر له پرانیستلو سره موافقه اعلان کړه .


د مطلب کود: 34684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/34684/ولسمشر-کرزی-اندیښمن-دی-چې-له-طالبانو-سره-د-سولې-خبرې-پرې-نه-ښودل-شي

آوا
  https://www.avapress.com