دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۰ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 35151
حکمتیار وايي له حکومت او امریکایانو سره مانادارو خبرو ته تیار دی
د حکمتیار له لوري دا خبره وروسته له دې کېږي چې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک په قطر کې د دفتر پرانستلو ته تیاري ښوولې ده.
تاند -د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مرکه کې، چې نن خپره شوه، وویل چې د افغانستان د وروستیو لسو کلونو جګړې د پای ته رسولو لپاره مانادارو خبرو ته تیار دی.

د حکمتیار له لوري دا خبره وروسته له دې کېږي چې د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو تحریک په قطر کې د دفتر پرانستلو ته تیاري ښوولې ده.

حکمتیار ویلي چې له امریکا او د کرزي له حکومت سره د حزب اسلامي مخکینیو تماسونو نتیجه نه ده لرلې.

حکمتیار افغان اسلامي اژانس ته وویل:«موږ د کابل له حکومت او همداراز امریکایانو سره په مختلفو وختونو کې خبرې کړي، خو هیڅ څرګنده نتیجه مو ترې نه ده ترلاسه کړې، داسي نتیجه چې د منلو وړ او د حقایقو پر اساس د د پام وړ طرحه ترې ترلاسه شي.د کابل حکومت بې واکه دی او امریکایان داسي کوم پلان نه لري چې افغان ولس او مجاهدینو ته د منلو وړ وي.»

حکمتیار دغه راز ویلي چې هر راز خبرې باید پر یوې داسي طرحې د موافقې لار اواره کړي چې له مخې یې له افغانستانه بهرني ځواکونه بې قید وشرطه ووځي، د افغانستان خپلواکي تضمین کړي، افغانان په خپل لاس خپل برخلیک وټاکي او د افغانستان ملي حاکمیت او هویت خوندي شي.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي شاوخوا دوې اوونۍ دمخه فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې د حکمتیار د ډلې استازي کابل ته ورغلي او په ښه چاپېریال کې یې له ولسمشر کرزي سره کتلي او د دې کتنې نتیجې ښې وې.

د اسلامي حزب په پلاوي کې غیرت بهیر او قطب الدین هلال شامل ول.دوی وروسته په کابل کې د امریکا د سفارت له چارواکو سره هم ولیدل.

د ډېرو کتونکو په وینا حکمتیار، چې د کرزي په مشرۍ د موقت حکومت د جوړېدو په مهال په تهران کې جلاوطنه و، د کرزي د لومړي حکومت د بهرنیو چارو وزیر عبدالله عبدالله او زلمي خلیلزاد مجبوره کړ چې وسله وال مخالفت ته ملا وتړي.دوی پر ایران فشار راووړ چې حکمتیار له خپلې خاورې وباسي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssq1.2bqpp8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته