نړېوالې ټولنې ژمنه کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او تسهیلاتو د ورکولو لړۍ پیل کړي.
د بدخشان د ۷ولسوالیو امنیتي مسولت افغانانو ته وسپارل شو
افغان غږ آژانس(آوا) , 5 دلو 1390 ساعت 11:27
نړېوالې ټولنې ژمنه کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او تسهیلاتو د ورکولو لړۍ پیل کړي.
په بدخشان کې د امنيتي مسوولیتونو د لیږد په دوهمه مرحله کې نن د اوو ولسوالیو امنیتي مسوولیتونه له بهرنیو ځواکونو نه افغان ځواکونو ته وسپارل شو.
په دغو مراسمو کې چې نن په بدخشان کې تر سره شول د امنیتي مسوولیتونو د لیږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي وویل، نړېوالې ټولنې ژمنه کړې، چې په راتلونکې اوونۍ کې به د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او تسهیلاتو د ورکولو لړۍ پیل کړي.
هغه وویل، چې که چیرې بهرنیان د تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې له دوي سره مرسته ونه کړي نو افغانان به په یواځې توګه ونشي کولای چې له خپلې خاورې دفاع وکړي.
د مطلب کود: 35484