دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 35872
د جمهوررئیس حامدکرزي په مشرۍ د ملی امنیت شورا غونډه، نن په ارګ کې جوړه شوه.
حامدکرزي په دغه غونډه کې وویل چې د مسوولیتونو د لېږد بهیر چې له پخوا څخه د جوړ شوي پروګرام له مخې پر مخ روان دی په خپلو پښو د هېواد د دریدو لپاره یوه ستره آزموینه ده چې د افغانستان د رنځیدلو خلکو ملاتړ له ځان سره لري.
په دغه غونډه کې لومړی د هېواد عمومي امنیتي حالت وڅیړل شو چې دکورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي په تیرو څو ورځو کې د هېواد عمومي امنیتي حالت ښه وباله.

بیا، د ملي امنیت په غونډه کې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد دکمیسیون رئیس ډاکتر  اشرف غني احمدزي د امنیتي مسوولیتونو د لېږد د دوهم پړاو د بهیر په اړه غونډې ته خپل رپوټ وړاندې کړ، وې ویل چې د امنیتي مسوولیتونو د لېږد دوهم پړاو د پای ته رسیدو په درشل کې دی او د سرپل په ولایت کې د امنیتي مسوولیتونو په لېږد سره چې ډیر ژر به سرته و رسیږي، د امنیتي مسوولیتونو دوهم پړاو بشپړیږي.

نوموړي د هرات او لغمان ولایتونه د ښې حکومتوالۍ بیلګې وبللې، وې ویل چې په دغو دوو ولایتونوکې د ملي اردو او ملي پولیسو په ځواکونو باندې د خلکو باور او همکاري عالي ده. ده وویل: دغه دوه ولایتونه د پاتې امنیتي مسوولیتونو د لیږد د
پړاوونو د ترسره کیدو لپاره ښه درسونه دي.

اشرف غني احمدزي د امنیتي مسوولیتونو له لیږد سره سم د هېواد په ولایتونوکې د فساد پرخلاف مبارزه، په عامه خدمتونو کې د ښه والي رامنځته کول او د رغونې او بیا رغونې د پروګرامونو تحقق مهم وباله، وې ویل: هغه پروژې چې د پي آر ټي یا د ولایتي بیا رغونې د ټیمونو د دفترونو په تړل کیدو سره د تعلیق په حالت کې دي باید د اړوندو وزارتونو لخوا بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د امنیتي مسوولیتونو د لېږد دکمیسیون رئیس په همدې ډول وویل چې د امنیتي مسوولیتونو د دوهم پړاو له پای ته رسیدو وروسته د دغه بهیر درییم پړاو پیل کیږي چې په راتلونکو څو ورځوکې به یې د پروګرام په جوړولو باندې کار پیل شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي په دغه غونډه کې وویل چې د مسوولیتونو د لېږد بهیر چې له پخوا څخه د جوړ شوي پروګرام له مخې پر مخ روان دی په خپلو پښو د هېواد د دریدو لپاره یوه ستره آزموینه ده چې د افغانستان د رنځیدلو خلکو ملاتړ له ځان سره لري.

حامدکرزي د لېږد بهیر او د هېواد د ادارې اصلاح د یو بل لازم او ملزوم وبلل او اړوندو وزارتونو او ادارو ته یې لارښوونه وکړه چې په دې اړه دې جدي اقدامات ترلاس لاندې ونیسي.

جمهوررئیس همدا راز لارښوونه وکړه چې د سترې محکمې د سرپرست او لوی څارنوال په ګډون دې د پنجشنبې په ورځ د حکومتوالۍ د ښه والي لپاره ځانګړې عدلي او قضایي غونډه جوړه او د اداري اصلاحاتو او د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکو ادارو رئیسان دې هم پکې برخه واخلي.

د یادولو وړ ده چې د بګرام د زندان د مسوولیت د لېږد موضوع د دغه کمیسیون د رئیس ستر جنرال عبدالرحیم وردګ د سفر په علت د ملي امنیت د شورا په نننۍ غونډه کې تر غور لاندې و نه نیول شوه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci4q1.2bqpm8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته