دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 36613
د افغانستان او ایران ولسمشران نوروز له امام علي رحمان سره لمانځي
د تاجک سرچینو د راپور له مخې درې ولسمشران به په افغانستان کې پر اقتصادي پرمختیاوو هم خبرې وکړي.
تاند - تاجک چارواکي وايي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د ایران ولسمشر محمود احمدي نژاد به د نوي لمریز کال په درشل کې تاجکستان ته لاړ شي چې د دغه هیواد له ولسمشر امام علي رحمان سره نوروز په ګډه ولمانځي.

د تاجک سرچینو د راپور له مخې درې ولسمشران به په افغانستان کې پر اقتصادي پرمختیاوو هم خبرې وکړي.

د ایران مهر خبري اژانس هم په تهران کې د تاجکستان د سفیردولت علي خاتم اوف له قوله وویل چې د درو هیوادونو ولسمشران به په ځانګړي ډول د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خبرې وکړي.

ده دغه راز وویل چې د درو هیوادونو ولسمشران به په تاجکستان کې د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي او دا جشن به په ګډه ولمانځي.

د نوروز لومړنی نړیوال جشن تېر کال په تهران کې د حامد کرزي، امام علي رحمان او محمود احمدي نژاد له لوري ولمانځل شو.

نوروز د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په درویشتمه نېټه د اذربایجان جمهوریت په غوښتنه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ له لوري د یوې نړیوالې ورځې په توګه ومنل شو. خو په دې مناسبت جشن کې یوازې د افغانستان، تاجکستان او ایران ولسمشران، چې ځانونه د فارسي ژبو هیوادونو مشران بولي، ګډون کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39w.ak93q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته