کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بارک اوباما: د بې ګناه افغان ماشومانو وژنه د امریکایي ماشومانو د وژنې په څېر ده

افغان غږ آژانس(آوا) , 22 حوت 1390 ساعت 11:11

د امریکا جمهوررئیس نوموړې پېښه له غمه ډکه او بوږنوونکې پېښه وبلله او په دې پېښه کې د افغان ماشومانو وژنه یې د امریکایي ماشومانو د وژنې په څېر وبلله.


 د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما تېره شپه د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره د یوې ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ په زنګ آباد سیمه کې د امریکایي ځواکونو له خوا د ۱۶ بې ګناه افغانانو د وژنې او پنځو نورو د ټپي کېدو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه.

د امریکا جمهوررئیس نوموړې پېښه له غمه ډکه او بوږنوونکې پېښه وبلله او په دې پېښه کې د افغان ماشومانو وژنه یې د امریکایي ماشومانو د وژنې په څېر وبلله.

په دې ټیلیفوني اړیکه کې بارک اوباما ددې تر څنګ چې د پېښې د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره یې خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه، ډاډ یې ورکړ چې دغه موضوع به په جدي ډول تعقیب کړي او په دې اړه به عدالت تأمین کړي.


د هېواد جمهور رئیس حامد کرزي په دې ټیلیفوني اړیکه کې نوموړې پېښه لوی ظلم او د افغانستان پر بېګناه او بېوزله خلکو باندې لوی وحشت وباله.


د مطلب کود: 37812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37812/بارک-اوباما-د-بې-ګناه-افغان-ماشومانو-وژنه-امریکایي-وژنې-په-څېر-ده

آوا
  https://www.avapress.com