کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامد کرزي د فرانسې په یو یهودي ښوونځي کې د ماشومانو وژنه په کلکه وغندله

افغان غږ آژانس(آوا) , 1 حمل 1391 ساعت 12:33

و تروریست تېره ورځ سهار د فرانسې په جنوب لویدیځ کې یو یهودي ښوونځي ته ننوت او په ډزو یې پېل وکړ، چې له امله یې د ښوونځي دری ماشومان او یو ښوونکی ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي هغه تروریستي برید په کلکه وغانده چې په فرانسه کې د دریو ماشومانو او یوه ښوونکي د وژل کېدو لامل شو.

یو تروریست تېره ورځ سهار د فرانسې په جنوب لویدیځ کې یو یهودي ښوونځي ته ننوت او په ډزو یې پېل وکړ، چې له امله یې د ښوونځي دری ماشومان او یو ښوونکی ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول.

د هېواد جمهور رئیس دغه تروریستي برید د بشریت پر ضد عمل وباله، ویې ویل چې په ښوونځي کې د بېګناه او معصومو کوچنیانو وژل د ټول انسانیت پر خلاف یوه ناوړه کړنه ده چې په هېڅ ډول د زغم او بخښلو وړ نه ده.

حامد کرزي زیاته کړه چې له کلونو کلونو راهیسې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې زموږ ماشومان له مختلفو خواوو څخه په مختلفو نومونو وژل کېږي چې د افغانستان خلک ددارنګه ملکي تلفاتو درد او غم په تمامه معنی احساسوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی په فرانسه کې د ښوونځي دزده کوونکو په وژل کېدو خواشینی شوی دی او د افغانستان د خلکو په استازیتوب د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب د قربانیانو کورنیو او د فرانسې خلکو ته وړاندې کوي.


د مطلب کود: 38251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38251/حامد-کرزي-د-فرانسې-په-یو-یهودي-ښوونځي-کې-ماشومانو-وژنه-کلکه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com