دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 38423
کرکټ:د نړېوال جام لپاره د غوراوي د مسابقو اتلولي ایرلینډ وګټله
په ځواب کې ایرلڼد ډیره تیزه لوبه پیل کړه او د افغانستان بالرانو ونشو کړای چې د هغوي د منډو د جوړولو د تیز بهیر مخه ونیسي.
د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د نړېوال جام لپاره د غوراوي د مسابقو اتلولي ایرلینډ وګټله.

د دغو مسابقو وروستۍ یا فاینل لوبه تیره ورځ په دوبۍ کې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ وشوه.

افغان ټیم په شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۲ منډې جوړې کړې.

د افغانستان له لوري وکټ کیپر محمد شهزاد ښه وځلید او ۷۷ منډې يې جوړې کړې.

په ځواب کې ایرلڼد ډیره تیزه لوبه پیل کړه او د افغانستان بالرانو ونشو کړای چې د هغوي د منډو د جوړولو د تیز بهیر مخه ونیسي.

ایرلنډ د ۱۵۲ منډو هدف د اتلسم اور په پای کې د پینځو لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

ددوي لخوا ستد لینګ په کمو توپونو سره ۷۹ مهمې او ګټونکې منډې جوړې کړې.

که څه هم چې افغانستان دا مسابقه وبایلله، خو افغان ټیم او ایرلنډ دواړه د شل اوریزو سیالیو نړېوال جام لوبو ته بریالي شول.

ټاکل شوې چې دا مسابقې په راتلونکې سیپتمبر میاشت کې په سریلنکا کې وشي.

د ټاکل شوي جدول له مخې افغانستان به د ۲۰۱۲میلادي کال د نړېوال جام په مسابقو کې خپله لومړۍ لوبه په سیپټمبر کې له هند سره ترسره کړي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxknx.23n6idjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته