دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 38474
عشق آباد به په ۲۰۱۳ کال کې د نوروز د نړیوال جشن کوربه وي
د ترکمنستان دولسمشر دغه وړاندیز د نوروز په نړیوال جشن کې ددغه هېوادد لومړي وزیر مرستیال ((بایمراد حاجي محمداف)) له خوا د نوروز په نړیوال کنفرانس کې وړاندې شو.
په دوشنبې ښار کې د نوروز په نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په عشق آباد ښار کې د نوروز د نړیوال جشن د ترسره کېدو لپاره د ترکمنستان د ولسمشر وړاندیز ومنلو.
 د ترکمنستان دولسمشر دغه وړاندیز د نوروز په نړیوال جشن کې ددغه هېوادد لومړي وزیر مرستیال ((بایمراد حاجي محمداف)) له خوا د نوروز په نړیوال کنفرانس کې وړاندې شو.
همدارنګه په دوشنبې ښار کې د نوروز په نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو پریکړه وکړه چې د نوروز نړ یوال جشن به په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د افغانستان په پلازمېنه، کابل کې ترسره شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdoo0s.yt0j56bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته