دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 38625
ناټو د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر وژلی
د عملیاتو په مهال وسله والو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.
د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونه وایي، چې د افغانستان په شمال کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مخکښه مشر وژلی دی.

دغو ځواکونو په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې افغان او بهرنیو ځواکونو پرون د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د دې مشر د نیولو لپاره، چې مخدوم نصرت نومیده تیره ورځ د فاریاب ولایت په شرین تګاب ولسوالۍ کې عملیات وکړل.

په خبر کې ویل شوي، چې د عملیاتو په مهال وسله والو ډزې وکړې او د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ دا مشر له څو نورو وسله والو سره یو ځای ووژل شو.

په دې عملیاتو کې دوه نور وسله وال نیول شوي، خو په خبرپاڼه کې یې د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.



سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbs0bf.rhbw5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته