کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قاسمیار: ډېر ژر به د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې بیا پیل شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 حمل 1391 ساعت 19:03

د ښاغلي قاسمیار په وینا ګراسمن ورته ډاډ ورکړی، چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ پرمخ وړل کیږي او د قطر خبرې د دغه بهیر مقدمه ده.


د افغانستان د سولې عالي شورا ډاډ څرګند کړی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبری به بیا ژر پیل شی.

د دې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار ازادي راډیو ته په مرکه کې وویل، د افغانستان او پاکستان لپاره یې د امریکا له ځانګړی استازي سره پرون د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړي.

د ښاغلي قاسمیار په وینا ګراسمن ورته ډاډ ورکړی، چې د سولې بهیر به د افغانانو په مشرۍ پرمخ وړل کیږي او د قطر خبرې د دغه بهیر مقدمه ده.

ښاغلي قاسمیار وویل، چې د سولې له عالي شورا سره د ګراسمن په خبرو کې له ګوانټانامو زندان څخه د بندیانو په خلاصون کې د مخالفت نښې نه ښکارېدې.

مخکې له دې له ګوانټانامو زندان څخه د بندیانو د خلاصون مساله هغه موضوع وه، چې د ځینو رپوټونو له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د سولې خبرې ودرولې.


د مطلب کود: 38654

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38654/قاسمیار-ډېر-ژر-د-امریکا-او-طالبانو-تر-منځ-خبرې-بیا-پیل-شي

آوا
  https://www.avapress.com