د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د CBS تلویزیوني شبکې په نظر پوښتنو کې ښودل شوې، چې په متحده ایالاتو کې د افغانستان له جګړې څخه د امریکایانو ملاتړ کم شوی دی.
د دغو موسسو په نظر پوښتنې کې د پوښتل شویو کسانو په سلو کې نهه شپیتو ویلي، د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان په جګړې کې دخیل نه وي. دا شمېر څلور میاشتې وړاندې په سلو کې ۵۳ و.
له افغانستان څخه د امریکایانو د ملاتړ د کموالي علتونه، په افغانستان کې د افغان عسکرو له خوا د ناټو پوځیانو وژل او په دې هیواد کې د یوه امریکایي عسکر له خوا د ۱۷ بې ګناه ملیکانو ډله یېزه وژنه ښودل شوې دي.
په نظر پوښتنې کې دا هم ښودل شوي، چې په سلو کې ۶۸ پوښتل شوي امریکایان په دې نظر دي، چې د افغانستان هلې ځلې په ناسم لورې پر مخ روانې دي. دا رقم په تېر نومبر میاشت کې په سلو کې ۴۲ ښودل شوی و.
د پوښتل شویو امریکایانو په سلو کې نیمایي وایي، امریکایي عسکر باید د ۲۰۱۴ کال ټاکلې نیټې څخه دمخه وطن ته راستانه شي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)