په دې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او څلور نورټپيان دي.
د کندهار ښار د خواجک بابا په سیمه کې د ملي اردو پرموټرد ماین چاودنه وشوه
افغان غږ آژانس(آوا) , 14 حمل 1391 ساعت 16:46
په دې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او څلور نورټپيان دي.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، نن غرمه مهال د کندهار ښار د خواجک بابا په سیمه کې د ملي اردو په موټر د ماین چاودنه وشوه.
د کندهار ولایت مطبوعاتي مسول جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتیری وژل شوی او څلور نورټپيان دي.
تراوسه چا ددې پیښې مسولیت په غاړه نه دی اخیستی
د مطلب کود: 38969