کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف:د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر مو د فاریاب په المار کې وژلی

افغان غږ آژانس(آوا) , 21 حمل 1391 ساعت 16:21

وژل شوی کس عثماني نومیده او د افغان او نړیوالو ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.


په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونه وایي، چې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ یو مشر یې د روانې اونۍ په پیل کې د فاریاب په المار ولسوالۍ کې وژلی دی.

د ایساف له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وژل شوی کس عثماني نومیده او د افغان او نړیوالو ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

خبرپاڼه وایي عثماني دامهال د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د پخواني وژل شوي مشر مخدوم نصرت پرځای فعالیت کاوه.

د شنبې په ورځ ایساف ځواکونو د عثماني د نیولو خبر ورکړی وو.


د مطلب کود: 39503

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39503/ایساف-د-ازبکستان-اسلامي-غورځنګ-یو-مشر-مو-فاریاب-په-المار-کې-وژلی

آوا
  https://www.avapress.com