دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 39651
دوه تنه ځانمرګې بریدکونکې په هلمند ولایت کی د عامه امن او نظم د ملی پولیسو له لوری ووژل شول
دوتنه ځانمرګې بریدکونکې چې په یوه موټرسایکل باندی سپاره وو تېر ورځ د عامه امن اونظم د ملی پولیسو له لوری په هلمند ولایت کی ووژل شول.
یاده پیښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې ځانمرګو بریدکونکو غوښتل د یاد ولایت د سنګین ولسوالی دملکی خلکو پریوه ګن میشته سیمه کې ترهګریز اوغیرانسانی بریدترسره کړی چې خپلو شومو موخو ته د ررسیدلو څخه وړاندی د ملی پولیسو په ډزوپه پایله کې یی ځانته چاودنه ورکړه ، په ترڅ کی دواړه ځانمرګی ووژل شول ، پدی پیښه کې هیڅ ډول ځانې زیان ملی پولیسو ته ندې رسیدلي.


همدارنګه تېره ورځ په کندهار ولایت کی د عامه امن او نظم ملی پولیسو یو بوشکه ۲۵ کیلویی چاودیدونکې توکې، دوه کړی د وسایطو ضد ماینونه او۷۵۰ متره لین چې د طالب ترهګرو لخوا دورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه دیاد ولایت دژیړی ولسوالۍ په اړونده سیمه کې ځاي پرځاي شوي وو کشف اوشنډ کړل.


دیادونی وړده چې سرحدی پولیسو تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې یوتن د ضیاالدین په نامه سره د ۵۰ عدده چاودیدونکو کپسولونو سره دیاد ولایت دتورخم بندر نه نیولی دی.

د افغانستان د خلکودښمنانو یو ځل بیا غوښتل چې زموږ بیګناه هېوادوال د یادو چاودیدونکو توکو اوتروریستی اعمالو قربانیان کړی چې خپلو شومو موخو ته د ررسیدو ته وړاندی دغه غیراسلامی وانسانی کړنې کشف اوشنډ شول.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb80bf.rhb9sp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته