دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۱۹
د مطلب کود : 39791
ايساف ځواکونه وايي چې افغان او ائتلافي ځواکونو په فارياب ولايت کې د ازبکستان د اسلامي غورځنګ يو مهم کس وژلى دى.

دغو ځواکونو په هغه اعلاميه کې چې تېره شپه يې خپره کړې، ويلي د عمر صاحب په نامه دغه کس يې د چهارشنبې په ورځ وژلى، چې په قيام الدين هم مشهور و.

ايساف وايي دغه کس په فارياب کې په ګڼو بريدونه کې لاس درلود.

 سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqu9w.ak9yy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته