د ناټو تر مشرۍ لاندې ايساف ځواکونه وايي چې پرون يې د افغانستان په جنوب کې په يوه بمي چاودنه کې يو سرتېرى وژل شوى دى.
دغو ځواکونو په خپله اعلاميه کې د وژل شوي سرتېري د هويت او د پېښې د دقيق ځاى په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
په افغانستان کې روان ميلادي کال شا و خوا ١٣٥ بهرني سرتېري وژل شوي چې اکثريت يې امريکايان دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)