کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ولسمشرۍ راتلونکي ټاکنې باید په خپل ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي

افغان غږ آژانس(آوا) , 11 ثور 1391 ساعت 20:36

د دغو ډلو ویاندویانو نن په کابل کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دوي دریځ په کې څرګند شوی دی.


د افغان حکومت دوو مخالفو سیاسي ډلو ملي ایتلاف او ملي جبهې ټینګار وکړ، چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات باید په خپل ټاکلي وخت په شفاف او قانوني ډول ترسره شي.

د دغو ډلو ویاندویانو نن په کابل کې یوه ګډه اعلامیه هم خپره کړه، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د دوي دریځ په کې څرګند شوی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي، دوي دا مهال په یوې طرحې کار کوي چې راتلونکي انتخابات څه ډول ترسره شي.

د ملي ایتلاف او ملي جبهې له خوا دغه غوښتنه په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر حامد کرزي په دې وروستیو کې وویل ، په دې سلا مشورې روانې دي چې راتلونکي انتخابات یو کال رامخ ته کړي او که نه؟

راپورونه وایي چې ۲۰۱۴ کال به د افغانستان لپاره یوستونزمن کال وي او هغه دا چې د ولسمشرۍ انتخابات، افغان ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو بشپړل سپارل او د بهرنیو ځواکونو وتل په کې ترسره کیږی.


د مطلب کود: 40917

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40917/د-ولسمشرۍ-راتلونکي-ټاکنې-باید-په-خپل-ټاکلي-وخت-شفاف-ډول-ترسره-شي

آوا
  https://www.avapress.com