دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۷
د مطلب کود : 41789
په کابل کې د امریکا سفیر راین کراکر له دندې لېري کېږي
ناټو په سرمشریزه کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کال کې افغان ځواکونو ته د ځواک لېږد په اړه پرېکړه تصویب شوه.
تاند - سي بي ایس تلویزیون په سپینه ماڼۍ کې د خپل خبریال له قوله راپور ورکړ چې په افغانستان کې د امریکا سفیر راین کراکر به ژر لېري شي.

کراکر تر افغانستان مخکې په عراق، پاکستان او سوریې کې د متحدو ایالتونو د سفیر په توګه کار کړی دی.

دا تلویزیون وايي چې د کراکر د لېري کېدو حیرانوونکی خبر تېره شپه د ناټو د شیکاګو له سرمشریزې وروسته ترلاسه شو.
د ناټو په سرمشریزه کې د ۲۰۱۴ کال تر پایه د نړیوالو ځواکونو د وتلو او په راتلونکي کال کې افغان ځواکونو ته د ځواک لېږد په اړه پرېکړه تصویب شوه.

امریکايي چارواکو تراوسه پوري د راین کراکر د لېري کېدو د دلیل په اړه څه نه دي ویلي. خو ویل شوي چې نوموړی له یوې مودې راهیسي په دې لټه کې دی چې له افغانستانه لاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د سي بي ایس تلویزیون خبریال ته ویلي چې د افغانستان ماموریت سخت کار دی.

کراکر د تېرکال په جولای کې افغانستان ته واستول شو.

د متحدو ایالتونو په بهرنیو چارو وزارت کې د کراکر په بیوګرافۍ(ژوندلیک) کې ویل شوي چې ده د ۲۰۰۲ کال په جنورۍ کې په کابل کې د امریکا سفارت پرانست، په پاکستان کې د سفیر په توګه له کار کولو وروسته د جورج ډبلیو بوش په حکومت کې عراق ته د سفیر په حیث ولېږل شو او د ولسمشر کلنټن په حکومت کې یې په سوریه کې د امریکا د سفیر په حیث کار کړی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgyu9t.ak9q74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته