کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنجشیر: د بازارک په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې

افغان غږ آژانس(آوا) , 3 جوزا 1391 ساعت 15:00

دغه چاودنه د بازارک ولسوالۍ په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځی کې شوې چې تلفات نه لري خو د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان رسولی.


د پنجشیر ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه د دې ولایت په یوه ښوونځي کې چاودنه شوې.

د پنجشیر د امنیې قومندان قسیم پیمان ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه چاودنه د بازارک ولسوالۍ په تلخه سیمه کې په یوه ښوونځی کې شوې چې تلفات نه لري خو د ښوونځي ودانۍ ته یې زیان رسولی.

بل خوا د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د پیښې مسئولیت پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې دغه ودانۍ د یوې داسې موسسې وه چې ماشومانو ته یې په کې د عیسویت تبلیغ کاوه.

چارواکو د دوي ادعا بې اساسه بللې.


د مطلب کود: 41837

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41837/پنجشیر-د-بازارک-په-تلخه-سیمه-کې-یوه-ښوونځي-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com