کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر: د ناټو په هوايي برید کې اولس تنه ملکیان وژل شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 17 جوزا 1391 ساعت 11:14

دغه حمله تیره شپه په بره کي برک ولسوالی کې شوې چې په کې اولس ملکي وګړي وژل شوي.


په لوګر کې د تیرې شپې د هوایي حملې د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض ادعاوې کیږي.

که څه هم د لوګر ولایت د امنیت امر رییس خان وایي، چې په دې حمله کې د وسله والو طالبانو یو قومندان قاري سردار له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوی، خو د سمیې خلک بیا وایي، چې د دې پیښې اکثره قربانیان عامه خلک دي.

د لوګر د ولایتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکیل آزادۍ راډیو ته وویل؛ چې دغه حمله تیره شپه په بره کي برک ولسوالی کې شوې چې په کې اولس ملکي وګړي وژل شوي.

خو ایساف ځواکونو هم بیا په دې ټینګار کړی، چې د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې دا عملیات د طالبانو د یو شمېر د نیولو لپاره شوی، چې په کې یو شمېر وسله وال وژل شوي.

ایساف ځواکونو په خپله اعلامیه دا منلې، چې په دې عملیاتو کې یې دوه ټپي میرمنې موندلي.


د مطلب کود: 42610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42610/لوګر-د-ناټو-په-هوايي-برید-کې-اولس-تنه-ملکیان-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com