دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 42781
حامد کرزی: له تروریزم او افراطیت سره مبارزه باید د سیمې د هېوادونو په بې دریغه همکاری پیاوړې شي
چین د افغانستان د استقلال، حاکمیت، ځمکنی بشپړتیا او د دغه هېواد د خلکو پریکړو ته احترام لري او په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلانوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، تېره ورځ د چین د خلکو د ولسي جمهوریت له جمهوررئیس هوجین تاو سره په بجبنګ کې وکتل او د دواړو هېوادونو
ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په باب يې ګډه اعلامیه صادره کړه.

په دې کتنه کې د چین جمهوررئیس د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظر غړي
په توګه د افغانستان د غړیتوب له امله یو ځل بیا حامدکرزي ته مبارکي وویله او
ژمنه یې وکړه چې چین به د افغانستان د لرغوني دوست او ګاونډي هېواد په
توګه د افغانستان
له حکومت او خلکو سره خپلو هر ډول مرستو ته دوام ورکړي.



ښاغلي هوجین تاو د چین او افغانستان د دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو ټینګښت
ته د اشارې په ترڅ کې وویل: چین غواړي د دواړو هېوادونو د بیلابیلو دولتي ادارو د چارواکو ترمنځ له نیږدې څخه په مستقیم ډول اړیکې ټینګې شي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري په ښه او دوامدار ډول ټینګښت ومومي.

ده، وویل: چین د تایوان، په تبت پورې د اړوندو مسلو، سنکیانګ او د واحد چین په
باب د افغانستان له دریځ څخه په کلکه ملاتړ کوي.

ښاغلي هوجین تاو زیاته کړه: چین د افغانستان د استقلال، حاکمیت، ځمکنی
بشپړتیا او د دغه هېواد د خلکو پریکړو ته احترام لري او په افغانستان کې د سولې
له بهیر څخه خپل ملاتړ اعلانوي.



دچین جمهوررئیس د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په باب
وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له جوړ شوي ګډ اقتصادي کمیسیون څخه باید د اقتصادي
همکاریو په پراختیا کې ګټوره استفاده وشي.



ده، وویل د چين حکومت به د دغه هېواد یو شمېر سترې او مهمې پیاوړې کمپنی دې ته
وهڅوي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.



هوجین تاو همدا راز د چین او افغانستان ترمنځ د اجتماعي او فرهنګي اړیکو په
پراختیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل:چین به په فرهنګي، تعلیمي، روغتیایي،
رسنیزو، او په نورو بیلابیلو برخوکې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته پراختیا
ورکړي او د افغانستان د فني او تخنیکي کارکوونکو لپاره به روزنیز پروګرامونه
برابر او افغان ځوانانو ته به تحصیلي بورسونه چې د حکومت لخوا تمویلیږي،
برابر کړي.



ده، په روان ۱۳۹۱ لمریز کال کې له افغانستان سره د۱۵۰ میلیونو یوانو بلاعوضې
مرستې اعلان وکړ او ډاډ یې څرګند کړ چې چین به پر دغې مرستې سربیره په
بیلابیلو برخوکې د افغانستان له خلکو سره خپلو نورو مرستو ته هم دوام ورکړي.



جمهوررئیس هوجین تاو د افغانستان او چین ترمنځ د امنیتي همکاریو په پراختیا
باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: چین د تروریزم او افراطیت پرخلاف د مبارزې په
لاره کې د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي او دغه هېواد به د خپلو امکاناتو او د
دوه اړخیزو همکاریو په چوکاټ کې د افغانستان له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.




ده، همدا راز د افغانستان په تړاو د چین هغو همکاریو ته اشاره وکړه چې په څو
اړخیزه بڼه ترسره کیږي، وې ویل چې چین د شانګهای د همکاریو او د سارک په
سازمان کې د افغانستان د ګډون ملاتړ کوي.



د چین جمهوررئیس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر پراختیا
باندې ټینګار وکړ، وې ویل: افغانستان او پاکستان باید په خپلو اړیکو کې ښه
والي راولی ځکه دا کار نه یوازې د افغانستان او پاکستان په ګټه، بلکې د ټولې
سیمې په ګټه دی.



ده وویل: چین هیله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه اړیکې لا پیاوړې
شي ترڅو د موجودو ګډو ګواښونو پر وړاندې کلکه مبارزه ترسره شي.



هوجین تاو د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاس لیک
په اړه وویل: چین د افغانستان موقف درک کوي او د متقابل احترام په چوکاټ کې د
نړی له نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړیکو ملاتړ کوي.



په مقابل کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي له افغانستان
سره د چین هېواد له دوامدارو مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه، وې ویل: د چين
له ملاتړ پرته د شانګهای د همکاریو په سازمان کې د ناظر غړي په توګه د افغانستان
منل کېدل ممکن نه و.



حامدکرزي د افغانستان او چین ترمنځ اړیکو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: په تیرو
کلونو کې ستاسو په مشری د دواړو هېوادونو ترمنځ په بیلابیلو برخوکې اړیکې
پراخې شوي او موږ په دې باندې ویاړو چې د چین په شان ګاونډی لرو.



د هېواد جمهوررئیس په تیرو لسو کلونوکې د تروریزم پرخلاف د افغانستان له اړخه
شوې مبارزې ته د اشارې په ترڅ کې وویل: که څه هم په دې لاره کې افغانستان له
پاکستان سره په صادقانه ډول همکاري کړې ده او په دغه مبارزه کې یو شمېر
بریالیتوبونه هم ترلاسه شوی دي خو د تروریزم او افراطیت له اړخه لا اوس هم
ستونزې شته دي.

ده، ټینګار وکړ چې له تروریزم او افراطیت سره مبارزه باید د سیمې د هېوادونو
په بې دریغه همکاری پیاوړې شي.



حامدکرزي په افغانستان کې د سوداګری او پانګې اچونې لپاره موجودو فرصتونو او
آسانتیاوو ته د اشارې په ترڅ کې د چین هېواد کمپنیو، سوداګرو او پانګه والو ته
بلنه ورکړه چې په افغانستان کې پانګه واچوي.



ده، ډاډ ورکړ چې افغانستان به د هغوی ملاتړ وکړي او د پانګونې لپاره به ورته
ښه شرایط او کاري آسانتیاوې برابري کړي.



د هېواد جمهوررئیس په اقتصادي، تعلیمي، اجتماعي، سیاسي او امنیتي برخوکې د چین
له پراخیدونکو همکاریو څخه خوښي وکړه، او افغانستان ته د پوره امن او سولې د
راوستلو په لارکې یې د چین د هڅو ستاینه وکړه.



د دغې کتنې په پای کې حامدکرزي د چین د خلکو د ولسي جمهوریت جمهوررئیس هوجین
تاو ته بلنه ورکړه چې له افغانستان څخه لیدنه وکړي، چې د هغه لخوا هم په خوښي
سره ومنل شوه.#
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvaex.uqe8oz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته