د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ هم د پولیسو مسمومېدل تاییدوي؛ خو وایي، چې شمېر یې څلویښت تنه دی.
په هلمند ولایت کې شپږ اویا تنه پولیس مسموم شوي دي
افغان غږ آژانس(آوا) , 5 سرطان 1391 ساعت 15:21
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ هم د پولیسو مسمومېدل تاییدوي؛ خو وایي، چې شمېر یې څلویښت تنه دی.
د هلمند روغتیایي چارواکي وایي، چې دوی ته ۷۶ پولیس په مسموم حالت کې وروړل شوي دي.
د هلمند د عامې روغتیا مرستیال ډاکتر نثار احمد بارک ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغو شمېر پولیسو ته په خوراکي موادو کې مسمومونکي توکي ورکړل شوي دي.
د هلمند د امنیې قومندانۍ ویاند فرید احمد فرهنګ هم د پولیسو مسمومېدل تاییدوي؛ خو وایي، چې شمېر یې څلویښت تنه دی.
ښاغلی فرهنګ وایي، دغه پیښه تیره ورځ د پولیسو په یوه اکادمۍ کې رامنځ ته شوې او علت یې هم دا دی، چې پولیسو په یوه وخت چای او پیپسي څښلي.
د مطلب کود: 43872