دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۱
د مطلب کود : 43956
د ملي جبهې مشرانو په فرانسه کې غونډه وکړه
د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود هم ګډون درلود، د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل، په پارلماني نظام د اوسني سیاسي سیستم د بدلېدو او پر خپل ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په باب خبرې وشوې.
تاند - د محقق، دوستم او ضیا مسعود په مشرۍ د ملي جبهې یوه ویندوی نن وویل چې د فرانسې په یوه تحقیقاتي انستیتیوت کې یې د افغانستان پر حالاتو خبرې کړي دي.

تاند ته یوې باوري سرچینې د دې ټلوالې د یوه ویندوی نصرت الله اقبال له قوله وویل چې په غونډه کې د افغانستان ګڼو سیاسي کړیو برخه لرله. سرچینې د دې غونډې د دقیقې نېټې په اړه څه ونه ویل.

فرانسه یو له هغو اروپايي هیوادونو څخه دی چې پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل له کلونو له شورای نظار سره نژدې اړیکې لري. دې هیواد د طالبانو په وړاندې د احمدشاه مسعود په مشرۍ د شمال ټلوالې کلک ملاتړ کاوه.

د ده له قوله همداراز ویل شوي چې په دې غونډه کې، چې د ملي جبهې مشر احمد ضیا مسعود هم ګډون درلود، د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل، په پارلماني نظام د اوسني سیاسي سیستم د بدلېدو او پر خپل ټاکلي وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ترسره کېدو په باب خبرې وشوې.

دا څویم ځل دی چې د ملي جبهې مشران له هیواده بهر د افغانستان د سیاسي نظام د بدلون په باب له بهرنیانو سره خبرې کوي.

په تېرو غونډو، په تېره بیا په هغه ناسته کې چې دوی د امریکا د کانګریس له یوشمېر غړیو سره د جرمني په برلین کې کړې وه، د افغانستان د فدرالي کېدو او حتي تجزیې په باب خبرې شوې وې.

وروسته د کانګریس غړي افغانستان ته راغلل خو د ملي جبهې د طرحو اصلي ملاتړ کوونکی روهرابکر پرې نښوول شو چې له دوی سره افغانستان ته راشي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepo8e.jh8xni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته