دخپریدو نیټه :شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۰۲
د مطلب کود : 44233
په پاکستان کښې د شیعه ؤ د وژلې پرضد لاریونونه وشول
په دغه لاریونونوکښې له حکومته وغوښتل شول د خلکو د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي. هغوئ وویل په پاکستان کښې د شیعه ؤ وژله هدفمنه ده ، پولیس باید ددغو بریدونومخه ونیسي .
ایرنا د راپور له مخې د لاهور امامیه په نامه د محصلینو ټولنې ، سیاسي او مذهبي ګوندونو او میرمنو پرون د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د لشکر جهنګوي د ترهه ګري ډلګۍ لخوا په شیعه ؤ په تیره بیا په زیارتوالو د حملې په اعتراض کې لاریونونه وکړل .

په دغه لاریونونوکښې له حکومته وغوښتل شول د خلکو د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي. هغوئ وویل په پاکستان کښې د شیعه ؤ وژله هدفمنه ده ، پولیس باید ددغو بریدونومخه ونیسي .

په لاهور کښې لاریون سره په یوه وخت د پاکستان په نورو ښارونوکښې هم اعتراضیه مظاهرې وشوي . همدغه راز یو بل خبر وایې د بلوچستان مرکز کوټه کې د پنجشنبې يا زيارت د ورځې بريد پر ضد د جمعې په ورځ په ټول ښار کې کاربندیز اعلان شوی وو. د پنجشنبې په پېښه کې د دوو پولیسو په ګډون ۱۳ نور کسان ووژل او ۳۰ ژوبل شول . پولیسو ويلي چې د پېښې په تړاو يې ۲۵ کسان نيولي دي. په بلوچستان کې د هزاره ډیموکراتیک ګوند، د پاکستان د اعزادارۍ کونسل او شیعه کنفرانس د جمعې په ورځ په ټول ښار کې د کاربنديز غوښتنه کړې وه. د غو وژنو ته په غبرګون کې د کوټې ښار ټول دوکانونه، مغازې او نور مرکزونه تړل شوي وو. د پنجشنبې په بريد کې د موټر هغه سپرلۍ ووژل شوې چې په ايران کې تر زیارت کولو وروسته بېرته کوټې ته پر لار وو او په هزارګنجې سیمې کښې پرې حمله وشوه . په موټر د ځانمرګي بريد پړه د لشکر جنګوي ړنکې شوي ترهه ګرې ‌ډلګۍ يوه وياند ابوبکر په غاړه اخیستې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdsx0o.yt0os6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته