دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 44373
د افغانستان اقتصاد به تر۲۰۲۵ پورې په کال کې۵ سلنه وده وکړي
د افغانستان لپاره د نړېوال بانک استازۍ وايي، که د دې هېواد زراعتي او د طبیعي زیرمو سکتورونه په لازمه توګه اداره شي نو دا به د افغانستان اقتصادي وده له اوسنۍ اټکل شوې اندازې څلور عشاریه نهه څخه شپږ عشاریه اوو ته لوړه شي.

خو بوب سوم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، چې که په کلنې ډول د افغانستان اقتصاد ۶ فیصده وده دوام هم وکړي پوره یو نسل وخت به ونیسي چې د افغانستان د وګړو کلنۍ عاید چې دا مهال ۵۲۸ ډالره دی، دوه چنده شي.

نوموړي چې دا څرګندونې يې د افغانستان په اړه د توکیو د کانفرانس له پیلیدو دمخه کړي، ویلي راتلونکې لسیزه د افغانانو لپاره هیلي، توقعات او ستر فرصتونه له ځانه سره لري.

خو هغه خبرداری ورکړ، چې د مرسته کونکو هېوادونو او سازمانونو د قانع کولو لپاره باید لا نور کارونه وشي څو هغوي مطمئن شي چې پیسې يې په لازمو چارو لګیږي.

د افغانستان د مالي وزیر عمر زاخیلوال فرانس پریس ته ویلي دوي به د توکیو په کانفرانس کې د فساد پر ضد د خپلې مبارزې جزئیات څرګند کړي.

د نړیوال بانک په وینا افغانستان چې جګړو او بیا پراخ مالي او اداري فساد ځپلی د نړۍ په سطحه د ناداره هیوادونو څخه یو دی چې د ۲۰۰۸ م کال د سروې له مخې ددې هیواد د نفوس دریمه برخه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcippa5.t1a5y26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته