کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۲۸ تنه وسلوال طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۳۱ تنه یی هم د ملی پولیسو له لوری ژوندی نیول شوی دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 سرطان 1391 ساعت 12:00

د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د لسو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، بغلان، سمنګان، کندز، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، خوست او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۸ تنه وسلوال طالبان ووژل شول


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د لسو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کنړ، بغلان، سمنګان، کندز، کندهار، ارزګان، زابل، غزنی، خوست او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یی ترسره کړل، ۲۸ تنه وسلوال طالبان ووژل شول، یو تن ټپی او ۳۱ تنه یی ژوندي نیول شوي دي.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه چاودیدونکی توکی او مهمات چی ۱۰ میله کلاشینکوفونه سره د ۲۱ عدده شاژورنو، دری قبضی راکټ اچونکی، دوه میله پیکا، ۱۲ قبضی لاسی بمونه،۶۰ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی، ۱۴ ډزه د درنو وسلو مرمی، ۱۰۳۴ ډزه د سپکو وسلو مرمی، ۵ میله تفنګچی، ۵ پایی مخابری او یو عراده موټر سایکل شامل دی دهیواد ملی پولیسو لاسته لویدلي دي.

همدارنګه ملی پولیسو تېره ورځ دوه میله راکټ اچونکی، ۳۴ ډزه د پیکا مرمی، یو ډز د بی ایم یک مرمی، دوه کړی د وسایطو ضد ماینونه، ۲۰ کیلوګرامه چاودیدونکی توکی چی د افغانستان د سولی او ثبات د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د هلمند او کابل ولایتونو په اړوندو سیمو کی ځای پر ځای شوی و دهېواد د بیلابیلو سیمونه کشف او شنډ کړل.


د مطلب کود: 44888

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44888/۲۸-تنه-وسلوال-طالبان-ووژل-شول-یو-تن-ټپی-او-۳۱-یی-هم-د-ملی-پولیسو-له-لوری-ژوندی-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com