چارواکي وايي، د پاکستان په شمال لویدیځ کې نن د سړک د غاړې د یوه ماین په چاودنه کې د دوه ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
سیمه ائیز مقام ذاکر حسین ویلي، چاودنه په اورکزۍ اجنسۍ کې په سیپوی نومې کلي کې د ریموټ کنترول پواسطه شوې او وژل شوي کسان چې په موټر کې سپاره وو شیعه مذهبي دي.
یوه بل چارواکې جمیل خان بیا د وژل شوو شمېر دولس ښودلی دی.
اورکزۍ د پاکستان د اوو قبایلي سیمو څخه یوه ده چې ویل کیږي طالبان او القاعده شبکه په کې فعاله ده.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)