دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۳:۰۶
د مطلب کود : 46561
په نورستان کې سلګونو تنو د طالبانو پرضد مظاهره وکړه
تاند- سلګونو تنو پرون په نورستان کې د طالبانو له لوري د قرآنکریمونو او تفسیرونو د سوځولو په اعتراض کې مظاهره وکړه.

له نورستان څخه د ورکړای شویو راپورونو له مخې دا مظاهره د ولایت په مرکز پارون کې دوې ورځې وروسته له دې وشوه چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په وانت ولسوالۍ کې یوې مدرسې ته د ښوونځي په ګومان اور ورته کړ او په هغې کې یې د قرآنکریم او تفسیر ګڼو نسخو ته اور ورته کړ.

د نورستان د پوهنې ريیس ډاکتر غلام حسین وویل چې د طالبانو له لوري د وانت په مدرسې کې د قرآنکریم درې سوه نسخې او دغه راز په سلګونو نور دیني کتابونه سوځول شوي دي.

خبریالانو، شاهدانو او همداراز د نورستان ولایتي چارواکو د طالبانو پرضد د خلکو غوسه تایید کړه او ویې ویل چې په دې مظاهره کې سلګونه تنو برخه اخیستې وه.

د نورستان امنیه قومندان پاسوال غلام الله نورستاني د مظاهره چیانو د شمېر په اړه وویل چې لږترلږه پنځه سوه تنو په دې مظاهره کې برخه اخیستې وه.

ده دا هم وویل چې مظاهره چیانو د طالبانو پرضد شعارونه ورکول او د عدالت منګولو ته یې د هغوی د سپارلو غوښتنه کوله.

پرون تاند ته د نورستان څو سرچینو ویلي و چې وسله والو طالبانو د وانت ولسوالۍ د دفتر درې خونې او د دې ولسوالۍ ښوونځی، چې په حقیقت کې مدرسه وه، سوځولي دي.

نورستان له پاکستان سره په پوله کې پروت دی او له همدې کبله د دولت وسله وال مخالفان پکې زیات فعال دي. د دې ولایت څو ولسوالۍ د افغان او پاکستان طالبانو له لوري په ګډه اداره کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjviex.uqemmz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته