د لوګر امنیتي مسوولان وایي، چې تیره شپه په یوه جومات کې د نامعلومو وسله والو په ډزو کې اتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیې قومندانۍ د امنیت امر رییس خان صادق عبدالرحیمزي آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا پیښه پل علم پورې اړوند دادوخیل کلي کې د تراویح د لمانځه پرمهال شوې چې له امله یې دوه تنه لمونځ کوونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې په دې پیښه کې اوه تنه ټپیان شوي، لاتراوسه د دې پیښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.