کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان په بسرام کې اوه ماین خښونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي

د صدای افغان خبری اژانس(آوا) , 25 اسد 1391 ساعت 17:06

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټیلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې په یاده سیمه کې تېره شپه دوي د ملي اردو پر کتار برید کړی، چې اته تنه يې وژلي او څلور تنه نور يې ټپيان کړی دی.


د لغمان چارواکي وايي، چې د دې ولایت په بسرام سیمه کې اوه ماین خښونکي د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شول.

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډیو ته وويل، چې دا کسان تېره شپه نهه بجې د بسرام پورې اړوند شهید بابا په سیمه کې وژل شوي.

بل خوا بیا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټیلیفوني پیغام کې ادعا کړې، چې په یاده سیمه کې تېره شپه دوي د ملي اردو پر کتار برید کړی، چې اته تنه يې وژلي او څلور تنه نور يې ټپيان کړی دی.

د لغمان سیمه ایزو چارواکو دا ادعا رد کړې ده.


د مطلب کود: 46991

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46991/د-لغمان-په-بسرام-کې-اوه-ماین-خښونکي-خپل-چاودنه-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com