ازادی رادیو، د کندهار چارواکي وايي وسله والو مخالفانو تېره اوونۍ د دې ولايت په دوو ولسواليو کې ١١ تنه ملکيان وژلي دي.
د کندهار د امنيت امر سمونوال "رحمت اله اطرافي" وويل، دغه ملکيان په معروف او سپين بولدک ولسواليو کې په دوو چاودنو کې وژل شوي دي.
اطرافي وويل، د کندهار امنيتي چارواکو يو امنيتي پلان برابر کړى، چې له مخې يې په ټولو ولسواليو کې د دولت وسله وال مخالفان په نخښه کوي.