دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 48825
سوداګرۍ وزارت د شخصي سکتور پانګوالو ته د مشورو ورکولو یو پروګرام پیل کړ
د سوداګر او صنایعو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان د نویو مارکیټونو د پروژې لپاره د اسانتیاوې برابرولو پروګرام یې متشبیثنو ته د مشورو ورکولو او خپلو مالونو ته د مارکیټ پیداکولو لپاره پيل کړی.

د افغانستان سوداګر وزیر انوار الحق احدي په افغانستان کې د "جي ای زیډ" موسسې مسوولې "سوزان ولف ګارتین" سره چې د یاد پروګرام پلي کوونکې موسسه ده د لاسلیک ترمنځ په غونډه کې وویل:

"د دې پروژې نوم د نوي مارکېټ د انکشاف پروژه ده، چې لګښت یې د نړېوال بانک له خوا ورکول کیږي، چې شاوخوا اتلس ملیونه ډالر دي، چې دوه برخې لري، یوه د مشورتي خدماتو برخه ده، چې موږ د جي ای زیډ له کمپنۍ سره لاسلیک کړی او یوه بله برخه یې مستقیماً له متشبثینو سره کمک کیږي، چې شاوخوا یوولس نیم ملیونه ډالره ده."

هغه زیاته کړه چې دغه نوی پروګرام به د افغانستان په سترو ښارونو هرات، مزارشریف، جلال اباد اوکابل کې پیل شي او په کې به له پانګه والو سره مالي مرستې کیږي او د مارکیټ موندنې په برخه کې به مشورې ورکول کیږي.

ښاغلي احدي زیاته کړه، په ۱۸میلیونه مرسته کې به ۱۱ میلیونه مرستې مسقیم متشبثینو اوپانګوالو ته ورکول کیږي او په پاتې ۵ میلیونو به هغوی ته د مشورې او کورسونه په جوړولو ولګول شي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وویل، دغه پروژه چې درې کاله وخت به ونیسي نږدې اوه سوه وړو اومنځنیو کمپینوته چې ۱۵سوه کسان په کې کار کوي کار پیدا شي:

د سوداګر وزارت په داسې حال کې خصوصي سکتور سره د مرستې نوي پروګرام پیل کړي؛ چې په دې وروستیو کې یوشمېر هغه کمپنۍ چې په خصوصي توګه کار کوي د مسلکي کسانو له خوا له ستونزو سره لاس اوګریوان دي؛ چې حتی ځینو یې سقوط هم کړی.

د کارپوهانو په اند په ازاد بازار کې خصوصي سکتور دهېواد داقتصاد د ملا تیر جوړوي؛ خوپه دې وروستیو کې حکومتي چارواکو ویلي؛ چې په افغانستان کې د ازاد بازار د سیستم له امله ځینې ستونزې راپيدا شوي او باید په دې برخه پالیسیو کې بدلونونه راشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcenv8e.jh8vwi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته