دخپریدو نیټه :جمعه ۳۱ سنبله ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 49179
ایساف د پکتیا په سیدکرم کې د طالبانو یو مشر نیولی دی
ایساف وایي، له افغان ځواکونو سره په ګډوعملیاتو کې یي نن سهار د پکتیا ولایت په سیدکرم ولسوالۍ کې د طالبانو یو مشر، چې د ۲۰۱۱ کال د نومبر میاشت کې په څمکنیو ولسوالۍ کې په افغان پولیسو باندې ځان وژونکې حملې کې یي لاس درلود، نیولی دی.

د څمکنیو ولسوالۍ په حملې کې زیات شمېر افغان پولیس وژل شوې وو.

ایساف په یوې اعلامیې کې ویلي، په عملیاتو کې یي دغه راز د حقاني شبکې یو سېمه یېز مشر، چې د ماینونو جوړولو او په سړک کې د ښخولو د چارو ماهرو، هم نیولی دي.

په اعلامیې کې دا هم ویل شوي، چې د عملیاتو په مهال یوه وسله وال په ناټو ځواکونو ډزې وکړې او وروسته په متقابلو ډزو کې ووژل شو.

په دې عملیاتو کې ملکیانو ته زیان نه دی اوښتی 

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwznk.23nwqdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته