دخپریدو نیټه :جمعه ۷ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 49656
دلوګر نوي والي محمد اقبال عزيزي په کار پيل وکړ
تاند - ارګانواستازي،په ولسي جرګه کې د لوګر او پکتيکا ولايتونو استازو، قومي مشرانو د ولايت اداري ريسانواو د مدني ټولنو غړوپکې برخه اخيستې وه.

په پيل کې دلوګر مرستيال والي شجاع الدين شجاع دښه راغلاست وينا وکړه او د لوګر ولايت روان وضيعت باندې ېې خبرې وکړې .

نوموړي د لوګر د پخواني والي طاهرخان د کړنويادونه هم وکړه، وېې ويل ، په تيرو شپږو مياشتو کې ېې ښه کارونه کړي .

ورپسې په ولسي جرګه د لوګر ولايت استازو،قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو خبرې وکړې اود خپل لوري څخه ېې نوي والي ته ډاډ ورکړ،چې په هره برخه کې به ورسره همکاري کوي .

ويناوالو له نوي والي څخه په دغه ولايت کې د بيا رغونې د کارونو ،امنيت اوپه نورو برخو کې د کار غوښتنه وکړه.

ورپسې د لوګر نوي والي محمد اقبال عزيزي خبرې وکړې، وېې ويل ،چې د ولسونو په همکاري به په لوګر ولايت کې په هغه څه کار کوي چې لوګريان ورته اړتيا لري .

نوموړي زياته دی به هڅه کوي ،چې داداري فسادپه ضد او دامنيت په اړه به زيات پاملرنه کوي .

محمد اقبال عزيزي له دې وړاندې د لغمان دوالي په توګه دنده ترسره کوله،او له هغې وړاندې ېې په ننګرهار،ميدان وردګواو پکتيکا ولايتونو کې دمعارف په برخه کې دنده تر سره کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch--nk.23nwmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته