کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترانسپورت او هوایي چلند وزیر:

اداری فساد د مدیرانو د فساد پایله ده

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 16 میزان 1391 ساعت 21:05


د هیواد د ترانسپورت او دملکي هوایي چلند وزارت د ولسمشر د(۴۵) ګڼه فرمان دپلي کیدو د څرنګوالي په اړه له تیرې ورځې څخه یو دوه ورځني سمینار په کابل کې دایر کړی دی.
د«آوا»اژانس د خبر له مخې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزیر«دتود علي نجفي» پدې سمینار کې وویل: د ولسمشر فرمان زمونږ مسولیت خورا دروند کړی دی خو سره لدې هم مونږ خپل مسولیت لرو.
نجفي ددې سمینار د جوړیدو موخه د اداري فساد درو کاوي د هغه دپیژندلو لاملونه او ددې معضلې د له منځه وړلو لپاره د ولسمشر کرزي د فرمان پلي کول اعلان کړل.
د ترانسپورت وزیر ددې تکې په بیانولو سره چې له اد ارې فساد سره مبارزه کلک عزم او ټینګ تصمیم ته اړتیا لري،ویي ویل: په ادارو ارګانونوکې دفساد دشتون لامل د هغوﺉ د رییسانو او مدیرانو د فساد پایله ده.
هغه په ادارو کې دفساد بل لامل کاغذ پراني او دستونزو په او ارولو کې پیچلتیا پیداکول ونومول او زیاته یې کړه: په هغه صورت کې چې په ادارو کې د مراجعینو د وسیوته سمه رسیدنه وشي، هغوﺉ به دبډو ورکولو ته د نا چارۍ له مخې زړه ښه نه کړي.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر وویل: دا وزارت یوه عایداتي اداره ده او فاسد کار کوونکي ته به دیوې ورځې لپاره هم شتون اجازه ورنکري.
د نجفي په وینا: له اداري اصلاحاتو سره همغږی شوی څو هر رییس او هر مدیر چې دخپل کار په پیل کې عوایدي کسر ولري په قاطعیت سره یې لیرې کوو.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر، د عواید لږوالی د اداري فساد محصول وباله او ددې وزارت په ځینو مرکزونو او اداروکې د عوایدو دکسر شتون خبریې ورکړ او ویي ویل له هغو مرکزونو سره چې عایدات یې کسر لري په کلکه تو کړنه به ورسره وشي.



د مطلب کود: 50146

دمطلب پته :
https://www.avapress.net/ps/news/50146/اداری-فساد-د-مدیرانو-پایله-ده

آوا
  https://www.avapress.net