دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ میزان ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۵
د مطلب کود : 50313
د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی
د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال او د هغه همکار تیره ورځ ناوخته د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي.

د فاریاب د امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرشید بشیر ازادۍ راډيو ته وویل، چې ملا خبیر او ملا معاذالله چې په سیمه کې د ماین تر ښخولو وروسته یې غوښتل وتښتي، د خلکو په همکارۍ د امنیتي ځواکونو له خوا په قتل ورسیدل.

ښاغلي بشر وویل، چې ملا معاذ یو ماهر ماین جوړونکی وو، چې د ماینونو په لسګونو چاودنو کې یې لاس درلود.

بل خوا د سرپل ولایت چارواکي وايي، چې تیره شپه په دغه ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په دوو بیلو هوايي حملو کې دولس وسلوال مخالفین وژل شوي دي.

د سرپل د امنیې قومندانۍ مسئولین وايي، دغه کسان د سرپل په سیاد ولسوالۍ او په مرکز پورې مربوط د شیرم ها په سیمه کې وژ شوي دي.
وسلوالو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjttei.uqeyvz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته